ایکنا د ؛من الیمن ؛خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د عربستان د حج او عمرې وزارت پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې د ددې موافقې په اعلانولو سره وئيلی دي ، د یمن د حاجیانو د ورود د آسانولو لپاره چې د ۱۴۴۴قمری کال کې د حج د فریضې او دعمرې د ترسره کولو لپاره تلل غواړي،نو د یمن دصنعاء هوائي دګره د جدې ملک عبدالعزیز نړیوال هوائي دګر ته واریدیدلی شي.
د یمن د مستعفی او فراري حکومت د اطلاع رسونې او ټوریزم وزیر معمر الاریاني ووئيل، د راتلونکي شنبې ورځې دو رځې له دوو بجو څخه دیمن هوائي شرکت د حاجیانو لومړنی الوت به د یمن د صنعاء له هوائي دګره د عربستان دجدې اومدینې په لور پیل شي.
دیمن د صنعاء نړیوال هوائي ډګر عمومی مدیر خالد شریف پخپل ټولنیز پیغام کې اعلان کړی دی چې له شنبې ورځې څخه د حاجیانو مستقیم الوت به د صنعاء له هوائي ډګره د عربستان په لور ترسره شي.
دغه سفر د یمن له اته کلن جنګه وروسته د لومړي ځل لپاره ترسره کیږي.